غزني کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه شول

غزني کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه شول

March 26, 2020

پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۸ ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف او ضبط کړی دی. پدې موټر کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېټ له ډوله، د سړک غاړې ۳۹ عدده ریموټ کنټرولونه، ۱۵۰ متره او څلور بستې ثانیه سوز فلیتې چې د سړک غاړې ماینونو په جوړونه کې ترې استفاده کېږي؛ ځای پر ځای شوي وو. وسله والو غوښتل له یادو چاودېدونکو توکو څخه په غزني او ګاونډیو ولایتونو کې د وژونکو پېښو په طرحه او سازماندهي کې استفاده وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ګډو ځواکونو لخوا کشف او تر لاسه شول. د دې موټر په کشف او ضبط سره له لویو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.

View 53

Create Account



Log In Your Account