ننګرهار کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول

ننګرهار کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول

March 26, 2020

پبجشنبه ۷ وری ۱۳۹۸ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي. یاد نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ضبط شول. د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوی دی.

View 10

Create Account



Log In Your Account